کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال په ننګرهار ولایت کې د ۲۱۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده

23 حوت 1401 ساعت 14:36

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ۱۹۷ ښځو او ۷۷۲ ماشومانو په ګډون د ۲۱۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن سه شنبه د کب ۲۳ مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۲۱۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
 
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس عبدالرحیم قلندرزی وايي، د روان کال له پیل راهیسې د دغه ولایت په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې د ۲۱۰۰ معتادانو درملنه شوې ده.
 
قلندرزي زياته کړه، چې په يادو معتادينو کې ١٩٧ ښځې او ٧٧٢ ماشومان شامل دي.
 
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس وايي، په راتلونکي کال کې به دې شمېر کسانو ته د کار او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ختيځ کې ننګرهار ولايت د هېواد له ګرمو ولايتونو څخه دى، چې د تېر حکومت پر مهال يې په لرو پرتو سيمو کې نشه يي توکي کرل کېدل.
 


د مطلب کود: 266937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266937/سږ-کال-په-ننګرهار-ولایت-کې-د-۲۱۰۰-روږدو-کسانو-درملنه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com