دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 266937
سږ کال په ننګرهار ولایت کې د ۲۱۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ۱۹۷ ښځو او ۷۷۲ ماشومانو په ګډون د ۲۱۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن سه شنبه د کب ۲۳ مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۲۱۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
 
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس عبدالرحیم قلندرزی وايي، د روان کال له پیل راهیسې د دغه ولایت په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې د ۲۱۰۰ معتادانو درملنه شوې ده.
 
قلندرزي زياته کړه، چې په يادو معتادينو کې ١٩٧ ښځې او ٧٧٢ ماشومان شامل دي.
 
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس وايي، په راتلونکي کال کې به دې شمېر کسانو ته د کار او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ختيځ کې ننګرهار ولايت د هېواد له ګرمو ولايتونو څخه دى، چې د تېر حکومت پر مهال يې په لرو پرتو سيمو کې نشه يي توکي کرل کېدل.
 
https://avapress.com/vdcipqaryt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته