کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د صنعتکارانو او هنرمندانو ملاتړ کوي

25 حوت 1401 ساعت 10:51

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين مولوي مهاجر فراهي په کابل کې د "میله بازار د نقاشۍ او لاسي صنايعو" د نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل، چې دغه وزارت له صنعتکاران او هنرمندانو ملاتړ کوي او هم کلتوري او هنري نندارتونونه جوړوي.


آوا - کابل : د باختر آژانس د خبرله مخې، دغه نندارتون د چهارشنبې په ورځ (کب ۲۴) د کابل په ملي ګالرۍ کې د ګردهندوي او بیهقي کتابونو د خپرونو ریاستونو او د ګلوبل هېپ انسټیټیوټ په همکارۍ د ملي ګالري له خوا جوړ شو.
 
په دغه نندارتون کې د يو شمېر هنرمندانو نقاشي او خطاطي اثار، د ښځو هر ډول لاسي صنايع او کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو او نشراتو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې په خپله وينا کې د نقاشۍ او خطاطۍ له هنرمندانو څخه مننه وکړه چې اثار او توليدات يې نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
هغه زیاته کړه، د هنر او صنایعو په برخه کې لا زیاتو هڅو او کار ته اړتیا ده او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هنرمندانو او کلتوریانو څخه ملاتړ کوي او همدارنګه کلتوري او هنري نندارتونونه هم په لاره اچوي.
 
له بلې خوا د انځورګرۍ استاد عزيز احمد سوران خبرې وکړې او ويې ويل، چې هېڅ ټولنه د کلتور او هنر له ملاتړ او پياوړتيا پرته پرمختګ او پر ځان بسياينې ته نه شي رسېداى.
 
نوموړي د اطلاعاتو او کلتور له وزارت او د اسلامي امارت له مشرتابه وغوښتل، چې د هنرمندانو او هنرونو ملاتړ او ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
 
د دې مراسمو په پای کې ګډونوالو د دغه نندارتون له هنري، کتابونو او لاسي صنایعو څخه لیدنه وکړه.
 
دغه نندارتون نن (پنجشنبه، کب ۲۵) په ملي ګالرۍ کې پرانیستل کېږي.
 


د مطلب کود: 267019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267019/د-اطلاعاتو-او-کلتور-وزارت-صنعتکارانو-هنرمندانو-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com