دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 267019
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د صنعتکارانو او هنرمندانو ملاتړ کوي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين مولوي مهاجر فراهي په کابل کې د "میله بازار د نقاشۍ او لاسي صنايعو" د نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل، چې دغه وزارت له صنعتکاران او هنرمندانو ملاتړ کوي او هم کلتوري او هنري نندارتونونه جوړوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل : د باختر آژانس د خبرله مخې، دغه نندارتون د چهارشنبې په ورځ (کب ۲۴) د کابل په ملي ګالرۍ کې د ګردهندوي او بیهقي کتابونو د خپرونو ریاستونو او د ګلوبل هېپ انسټیټیوټ په همکارۍ د ملي ګالري له خوا جوړ شو.
 
په دغه نندارتون کې د يو شمېر هنرمندانو نقاشي او خطاطي اثار، د ښځو هر ډول لاسي صنايع او کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو او نشراتو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې په خپله وينا کې د نقاشۍ او خطاطۍ له هنرمندانو څخه مننه وکړه چې اثار او توليدات يې نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
هغه زیاته کړه، د هنر او صنایعو په برخه کې لا زیاتو هڅو او کار ته اړتیا ده او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هنرمندانو او کلتوریانو څخه ملاتړ کوي او همدارنګه کلتوري او هنري نندارتونونه هم په لاره اچوي.
 
له بلې خوا د انځورګرۍ استاد عزيز احمد سوران خبرې وکړې او ويې ويل، چې هېڅ ټولنه د کلتور او هنر له ملاتړ او پياوړتيا پرته پرمختګ او پر ځان بسياينې ته نه شي رسېداى.
 
نوموړي د اطلاعاتو او کلتور له وزارت او د اسلامي امارت له مشرتابه وغوښتل، چې د هنرمندانو او هنرونو ملاتړ او ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
 
د دې مراسمو په پای کې ګډونوالو د دغه نندارتون له هنري، کتابونو او لاسي صنایعو څخه لیدنه وکړه.
 
دغه نندارتون نن (پنجشنبه، کب ۲۵) په ملي ګالرۍ کې پرانیستل کېږي.
 
https://avapress.com/vdca60nuo49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته