کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزارت پر خامو موادو ګمرکي محصول ۷۰ سلنه کم کړ

28 حوت 1401 ساعت 15:32

د مالیې وزارت وایي: د اسلامي امارت د رهبرۍ او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو په روان کال کې په هیواد کې د اومو موادو ګمرکي محصول له ۵۰٪ څخه ۷۰٪ ته راټیټ شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مالیې وزارت نن یکشنبه (کب ۲۸) په ټویټر کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې یوازې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د ۶ میلیارده او ۷۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت په ګمرکونو کې د افغانیو عواید کم شوي.
 
د مالیې وزارت په داسې حال کې د خامو موادو په ګمرکي محصول کې ۷۰ سلنه کموالی اعلانوي، چې یاد وزارت د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې د افغانستان له ګمرکونو څخه ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.
 
د اسلامي امارت د مالیې وزارت ادعا کړې چې د ګمرکونو په عوایدو کې بې ساري زیاتوالی ښيي چې ګمرک ته مسلکي او ژمن کارکوونکي ګمارل شوي، د فساد کچه صفر ته رسیدلې او په ګمرکونو کې بشپړ شفافیت رامنځ ته شوی دی.
 


د مطلب کود: 267156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267156/مالیې-وزارت-پر-خامو-موادو-ګمرکي-محصول-۷۰-سلنه-کم-کړ

آوا
  https://www.avapress.com