کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جوزجان ولايت په اقچې ولسوالۍ کې د حج او اوقافو مدیر ووژل شو

28 حوت 1401 ساعت 15:41

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د حج او اوقافو مدیر عبادالله په مرموز ډول وژل شوی دی.


آوا: د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الدین معتصم آوا ته وویل چې نن (یکشنبه، کب ۲۸) شاوخوا ۳ بجې د آقچې ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر عبادالله د اقچې ولسوالۍ د خرابت په کوڅه کې د بیت المقدس په جومات کې په چړو وهل شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، تر اوسه د دې قضيې لامل او عاملين نه دي مشخص شوي او د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې د نوموړي د وژنې عاملين وپيژني او مجازات کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې عبادالله شپږ ورځې وړاندې د آقچې ولسوالۍ د حج او اوقافو د مدیر په توګه معرفي شوى و.
 


د مطلب کود: 267158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267158/د-جوزجان-ولايت-په-اقچې-ولسوالۍ-کې-حج-او-اوقافو-مدیر-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com