کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کوي

2 حمل 1402 ساعت 11:47

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به د چهارشنبې په ورځ (حمل ۲) ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.


آوا - کابل: د هېواد مرکزي بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
 
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې د نغدو پیسو په توګه د افغانستان بانک ته وسپاري.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد مرکزي بانک د افغانيو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په اوونۍ کې ميليونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.


د مطلب کود: 267236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267236/مرکزي-بانک-۱۵-میلیونه-ډالره-لیلام-کوي

آوا
  https://www.avapress.com