دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 267236
مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کوي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به د چهارشنبې په ورځ (حمل ۲) ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد مرکزي بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
 
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې د نغدو پیسو په توګه د افغانستان بانک ته وسپاري.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد مرکزي بانک د افغانيو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په اوونۍ کې ميليونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
https://avapress.com/vdcbfzb50rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته