کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې د یو پټنځای له منځه وړل

2 حمل 1402 ساعت 12:17

د اسلامي امارت ویاند په کابل ښار کې د داعش پر ضد د نویو عملیاتو اعلان وکړ چې په پایله کې یې د دغې ډلې یو پټنځای ویجاړ او د داعش درې مهم غړي ووژل شول.


آوا - کابل: ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د کب ۲مه، په ټویټر کې د دغه خبر د جزئیاتو په خپرولو سره لیکلی: تېره شپه د دغه ولایت په چهاردهی بټ خاک ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره شول.
 
خبر زياته کړه: په نتيجه کې د داعش درې مهم غړي ووژل شول او وسلې، لاسي بمونه، چاوديدونکي توکي او په زياته اندازه ريموټ او د ماينونو جوړولو ډيرې وسايل ترلاسه شول.
 
مجاهد په ډاګه کړې، چې داعش له دغه پټنځای څخه په کابل ښار کې د بریدونو لپاره کار اخیست او پلان یې درلود، چې د روژې په مبارکه میاشت کې مقدس ځایونه او ملکي وګړي په نښه کړي، چې له منځه لاړل.
 
ده زياته کړه په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او داسلامي امارت ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د داعش ډلې له دوو تروریستي بریدونو وروسته د دغې ډلې درې پټنځایونه ویجاړ کړي وو. تر دې وړاندې هم په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې ځینې مهم پټنځایونه له منځه وړل شوي او د خونړیو ترهګریزو بریدونو مخه نیول شوې وه.


د مطلب کود: 267241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267241/په-کابل-کې-د-داعش-ترهګرې-ډلې-یو-پټنځای-له-منځه-وړل

آوا
  https://www.avapress.com