دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 267241
په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې د یو پټنځای له منځه وړل
د اسلامي امارت ویاند په کابل ښار کې د داعش پر ضد د نویو عملیاتو اعلان وکړ چې په پایله کې یې د دغې ډلې یو پټنځای ویجاړ او د داعش درې مهم غړي ووژل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د کب ۲مه، په ټویټر کې د دغه خبر د جزئیاتو په خپرولو سره لیکلی: تېره شپه د دغه ولایت په چهاردهی بټ خاک ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره شول.
 
خبر زياته کړه: په نتيجه کې د داعش درې مهم غړي ووژل شول او وسلې، لاسي بمونه، چاوديدونکي توکي او په زياته اندازه ريموټ او د ماينونو جوړولو ډيرې وسايل ترلاسه شول.
 
مجاهد په ډاګه کړې، چې داعش له دغه پټنځای څخه په کابل ښار کې د بریدونو لپاره کار اخیست او پلان یې درلود، چې د روژې په مبارکه میاشت کې مقدس ځایونه او ملکي وګړي په نښه کړي، چې له منځه لاړل.
 
ده زياته کړه په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او داسلامي امارت ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د داعش ډلې له دوو تروریستي بریدونو وروسته د دغې ډلې درې پټنځایونه ویجاړ کړي وو. تر دې وړاندې هم په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې ځینې مهم پټنځایونه له منځه وړل شوي او د خونړیو ترهګریزو بریدونو مخه نیول شوې وه.
https://avapress.com/vdchkqniz23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته