کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به سبا ۱۵ میلیونه ډالره وپلوري

5 حمل 1402 ساعت 13:30

د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی، چې د اسعارو د بازار د تنظیم په موخه به ۱۵ میلیونه ډالره سبا یکشنبه د حمل په ۶مه د لیلام په بڼه وپلوري، دغه بانک وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې په دغه داوطلبۍ کې برخه واخلي.


آوا - کابل: د هېواد مرکزي بانک نن شنبه د حمل ۵ مه په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې سبا به ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په بڼه وپلوري.
 
د هېواد مرکزي بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې "د اسعارو په لیلامونو کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل د خپلو پورونو پیسې د افغانستان بانک ته وسپاري."
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد مرکزي بانک وخت په وخت په هېواد کې د اسعارو د بازار د تنظيم په موخه ډالر د ليلام له لارې پلوري.
 


د مطلب کود: 267332

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267332/مرکزي-بانک-سبا-۱۵-میلیونه-ډالره-وپلوري

آوا
  https://www.avapress.com