دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 267332
مرکزي بانک به سبا ۱۵ میلیونه ډالره وپلوري
د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی، چې د اسعارو د بازار د تنظیم په موخه به ۱۵ میلیونه ډالره سبا یکشنبه د حمل په ۶مه د لیلام په بڼه وپلوري، دغه بانک وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې په دغه داوطلبۍ کې برخه واخلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد مرکزي بانک نن شنبه د حمل ۵ مه په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې سبا به ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په بڼه وپلوري.
 
د هېواد مرکزي بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې "د اسعارو په لیلامونو کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل د خپلو پورونو پیسې د افغانستان بانک ته وسپاري."
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد مرکزي بانک وخت په وخت په هېواد کې د اسعارو د بازار د تنظيم په موخه ډالر د ليلام له لارې پلوري.
 
https://avapress.com/vdcipyarrt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته