کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان: موږ د اسلامي امارت سره تماس لرو چې د "ترهګرو ډلو" پټنځایونه له منځه یوسي

6 حمل 1402 ساعت 10:50

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې دغه هیواد په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو په اړه له اسلامي امارت سره په تماس کې دی.


آوا - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ممتاز بلوچ، د حمل په ۵ مه په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ امنیتي ادارې په تماس کې دي. زموږ د دفاع وزیر په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی او پر ټولو مسایلو یې خبرې کړې دي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې پاکستان د اسلامي امارت له چارواکو تمه لري چې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي.
 
ممتاز بلوچ زیاته کړې ده چې د اسلامي امارت چارواکي باید دا یقیني کړي چې د ترهګرو ډلو ګواښ د پاکستان د خلکو او امنیتي ځواکونو په وړاندې نه دی.
 
په وروستیو میاشتو کې پاکستان د خپلو امنیتي ځواکونو پر ضد د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو له څپو سره مخامخ شوی دی.
 


د مطلب کود: 267369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267369/پاکستان-موږ-د-اسلامي-امارت-سره-تماس-لرو-چې-ترهګرو-ډلو-پټنځایونه-له-منځه-یوسي

آوا
  https://www.avapress.com