کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوهم ځل لپاره پاکستان ته ماتې ورکړه

7 حمل 1402 ساعت 9:40

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په شپه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د درې شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.


آوا - کابل: د پاکستان کرکټ لوبډلې د لوبې په شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.
 
افغان لوبډلې د لوبې په شلم اوور کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۳ منډې یې وکړې. په دې توګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لړۍ کې خپله دویمه پرله پسې بریا تجربه کړه.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په خپله تېره لوبه کې پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړې وه. دواړه لوبډلې د شل اوریزو سیالیو یوه بله لوبه هم لري.
 
د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره بریا د خلکو خوښي وښوده، د کابل ښار یو شمېر ځوانانو د یکشنبې په شپه د کابل ښار په واټونو کې د ګلونو په وهلو سره دغه خوږه بریا ولمانځله.
 


د مطلب کود: 267418

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267418/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-دوهم-ځل-لپاره-پاکستان-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com