دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 267418
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوهم ځل لپاره پاکستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په شپه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د درې شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان کرکټ لوبډلې د لوبې په شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.
 
افغان لوبډلې د لوبې په شلم اوور کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۳ منډې یې وکړې. په دې توګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لړۍ کې خپله دویمه پرله پسې بریا تجربه کړه.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په خپله تېره لوبه کې پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړې وه. دواړه لوبډلې د شل اوریزو سیالیو یوه بله لوبه هم لري.
 
د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره بریا د خلکو خوښي وښوده، د کابل ښار یو شمېر ځوانانو د یکشنبې په شپه د کابل ښار په واټونو کې د ګلونو په وهلو سره دغه خوږه بریا ولمانځله.
 
https://avapress.com/vdcdf50xjyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته