کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی

8 حمل 1402 ساعت 9:52

داعش ترهګرې ډلې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څیرمه د ځانمرګي برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.


آوا - کابل: د داعش ترهګرې ډلې ویلی چې د دغې ډلې یو ځانمرګی بریدګر د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په برید کې بریالی شوی دی.
 
دغه برید تیره ورځ (دوشنبه، حمل ۷) د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د داوودزي سوداګریز مرکز مخې ترسره شوي.
 
د داعش په وینا په دغه برید کې د «ډیپلوماټانو» په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
 
داسلامی امارت دکورنیو چارو وزارت پرون د وژل شویو کسانو شمیر شپږ تنه اعلان کړ.
 
دغه وزارت وايي، یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی او خپل چاودېدونکي توکي ته یې چاودنه ورکړ.
 
په کابل کې د ايمرجنسي روغتون چارواکو پرون اعلان وکړ چې د دغه روغتون د جراحۍ څانګې ته د يوه ماشوم په ګډون دوه مړي او ١٢ ټپيان وروړل شوي دي.
 
د تېر هجري لمریز کال د جدې میاشتې په پای کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه وشوه، چې پړه یې داعش پر غاړه واخیسته. په دغه برید کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
 


د مطلب کود: 267486

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267486/داعش-د-بهرنیو-چارو-وزارت-ته-څېرمه-ځانمرګي-برید-مسوولیت-منلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com