کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د "افغان ولس د جهادي ارزښتونو د ساتنې" په نوم یو اداره جوړه کړه

8 حمل 1402 ساعت 11:21

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلین وايي، د افغان ولس د جهاد د ژوندي ساتلو په موخه یې د افغان ولس د جهاد د ارزښتونو د ساتنې تر سرلیک لاندې دفتر جوړ کړی دی.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري چارو مرستیال مولوی عتیق الله عزیزی ملی دولتی ټلویزیون ته وویل، په تیرو شلو کلونو کې ۵۰ بهرنیو هیوادونو پر افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان پر خلکو یې ظلمونه وکړل، خو د افغانستان مجاهد ولس د دغو يرغلګرو په وړاندې جهاد پيل کړ، اوس اړتیا ده چې دا لاسته راوړنې په یادونو کې پاتې شي او تل پاتې شي. "
 
په ورته وخت کې یو شمېر پوهان د جهادي ارزښتونو ساتنه او انتقال راتلونکي نسل ته د افغان حکومت او خلکو لپاره یو رسالت ګڼي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون له هر اړخیزې ارزونې او مطالعې وروسته د جهادي ارزښتونو د ساتنې طرزالعمل تصویب کړ. جهاد هغه وياړ دی چې په دې وروستيو لسيزو کې د افغانستان خلکو په دې وتوانېد چې په دغه ارزښت سره په خپلو پښو ودرېږي.
 


د مطلب کود: 267501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267501/د-اطلاعاتو-او-کلتور-وزارت-افغان-ولس-جهادي-ارزښتونو-ساتنې-په-نوم-یو-اداره-جوړه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com