کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې له څه باندې اته زره کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

8 حمل 1402 ساعت 14:29

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د خوړو نړيوال سازمان له لوري له ۸۰۴۲ کورنيو سره د درېيم ځل لپاره ۲۹ ميليونه ۷۵۰ زره ۴۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن په یو لړ ټویټونو کې په ۸ پیغامونو کې لیکلي چې په دغه ولایت کې له ۸۰۴۲ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
 
د ننګرهار رسنیز دفتر زیاتوي، چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې له ۸ زره ۴۲ کورنیو سره د درېیم ځل لپاره د ۳۷۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
 
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د خوراک نړيوال سازمان له لوري د ننګرهار ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت تر څارنې لاندې د FGA موسسې په تخنيکي همکارۍ وشوه.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د بهرنيو موسسو په ځانګړي ډول د خوړو نړيوال سازمان له خوا په دغه ولايت کې په زرګونو اړمنو کسانو ته خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشل شوې دي


د مطلب کود: 267531

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267531/په-ننګرهار-ولایت-کې-له-څه-باندې-اته-زره-کورنیو-سره-نغدي-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com