کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور ولايت کې يو قاضي د رشوت په تور له دندې لرې او په بند محکوم شو

9 حمل 1402 ساعت 9:27

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د استیناف محکمې د مدني محکمې رییس د رشوت اخیستو په جرم له دندې ګوښه او په بند محکوم شوی دی.


آوا - هرات: د غور ولایت د والي ویاند مولوی حماس افغان غوري وايي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د غور ولایت د استیناف محکمې د مدني څانګې رئیس محمد اکبر حکمت د استخباراتو لخوا د رشوت اخیستو په جرم نیول شوی و.
 
ده زياته کړه: دغه کس نيت درلود چې يو سل او پنځوس زره افغانۍ د رشوت په توګه ترلاسه کړي.
 
مولوي حماس څرګنده کړه: دغه سړى د دغه ولايت د ښاري محکمې له خوا په دوه نيم کاله تنفيذي بند او له قضايي دندې څخه په ګوښه کولو محکوم شوى دى.
 


د مطلب کود: 267542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267542/په-غور-ولايت-کې-يو-قاضي-د-رشوت-تور-له-دندې-لرې-او-بند-محکوم-شو

آوا
  https://www.avapress.com