کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سعودي کابینې د شانګهای سازمان د غړیتوب وړاندیز تصویب کړ

9 حمل 1402 ساعت 12:39

د سعودي عربستان کابینې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د شاملیدو وړاندیز تصویب کړ.


آوا - کابل: د سعودي دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد کابینې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړیتوب د طرحې په تصویبولو سره د دغه هېواد د همکارۍ لپاره لومړی ګام پورته کړی دی.
 
د دغه وړانديز په تصويب سره رياض اوس د شانګهای په سازمان کې د مذاکره کوونکی ګوند دی.
 
سرچینې رویټرز ته ویلي چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د سعودي عربستان د شاملیدو په اړه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ریاض ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر پر مهال خبرې شوې وې.
 


د مطلب کود: 267567

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267567/د-سعودي-کابینې-شانګهای-سازمان-غړیتوب-وړاندیز-تصویب-کړ

آوا
  https://www.avapress.com