کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولایت کې سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي

9 حمل 1402 ساعت 12:48

د پروان ولایت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست اعلان کړی چې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د سیلابونو له امله د استوګنې ۳۵ کورونه ویجاړ شوي دي.


آوا - کابل: د تیره شپه (سه شنبه، حمل ۸) په پروان کې د سخت باران له امله سیلابونه راوتلي دي. دې پېښې ځاني زیان نه دی اړولی او یوازې مالي زیان یې اړولی دی.
 
د پروان ولایت د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې د تېرې شپې سېلابونو د چاریکار ښار په شپږمې، نهمې، یوولسمې او دولسمې ناحیو کې د استوګنې ۳۵ کورونه یو څه زیانمن کړي دي. ویل شوي چې دا احصایه لومړنۍ ده.
 
خو د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ٢٦ ولايتونو کې د تندر، واورو او سختو سېلابونو ترڅنګ د واورې د ورېدو امکان هم اعلان کړى دى.
 


د مطلب کود: 267570

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267570/په-پروان-ولایت-کې-سیلابونو-خلکو-ته-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com