کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې افغانستان ته سل ټنه طبي توکي او تجهیزات ولېږل

10 حمل 1402 ساعت 9:51

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر اعلان کړی، چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د ۱۰۰ ټنه طبي مرستو یوه الوتکه کابل ته را رسېدلې ده.


آوا - کابل: د اروپایی ټولنې د بشری چارو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په دې الوتنه کې د طبی مرستو توکی او نور تجهیزات شامل دی.
 
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، دا ۲۸مه الوتنه ده، چې کابل ته د بشري مرستو د هوايي پله له لارې طبي مرستې لېږدوي.
 
د اروپايي ټولنې روغتيايي مرستې په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان دفتر ته سپارل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د مرستندویه موسسو له خوا په روغتیايي مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
 


د مطلب کود: 267625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267625/اروپايي-ټولنې-افغانستان-ته-سل-ټنه-طبي-توکي-او-تجهیزات-ولېږل

آوا
  https://www.avapress.com