کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له هرات څخه څه باندې ۷۶ ټنه بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

10 حمل 1402 ساعت 11:25

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، تېر کال یې له ۷۶ ټنو ډېر بېلابېل توکي بهر ته صادر کړي دي.


آوا - هرات: د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر محمد یونس غازی زاده وایی، تېر کال (۱۴۰۱) له هرات ولایت څخه څه باندې ۷۶ ټنه بېلابېل توکي صادر شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د دې صادراتو ارزښت ١٠٢ ميليونه ډالره دى.
 
غازي زاده دا هم وويل چې په دغو صادراتي توکو کې حيواني محصولات، وچه مېوه، طبي بوټي، دانه، کشمش، سيس، مرمر، ډبرو سکاره، زعفران، غالۍ، تازه مېوې، غير الکولي مشروبات و اسيايي، اروپايي او امريکا صادر شوي دي.
 
په همدې حال کې د هرات سیمه ییز چارواکي بهرنیو هېوادونو ته د دغه ولایت د صادراتو د زیاتوالي د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې له سوداګرو سره به د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.
 
هرات ولایت د هېواد په لوېدیځ کې یو له نسبتاً خوندي او عایداتي ولایتونو څخه دی چې دولت یې هر کال له بېلابېلو سکتورونو څخه لوړ عاید لري. یوه پروسه چې د هیواد اقتصادي وضعیت سره مرسته کوي.
 


د مطلب کود: 267644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267644/له-هرات-څخه-څه-باندې-۷۶-ټنه-بېلابېل-توکي-بهرنیو-هېوادونو-ته-صادر-شوي

آوا
  https://www.avapress.com