کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د کډوالو چارو وزارت پلاوي په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو له استازو سره وکتل

11 حمل 1402 ساعت 13:57

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ایران کې د میشتو افغان کډوالو له استازو سره د دغه وزارت د پلاوي د کتنې خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت ګډ پلاوی په ایران کې د افغان کډوالو له استازو سره لیده کاته کوی.
 
ويل شوي چې په دې کتنه کې د ايران په سيستان بلوچستان او قم ولايتونو کې د مېشتو افغان کډوالو استازو خپلې ستونزې له دغه پلاوي سره شريکې کړې دي.
 
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه پلاوي د کډوالو له استازو سره ژمنه کړې، چې د دوی ستونزې به ژر تر ژره د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکې کړي.
 
ویل شوي، چې د کډوالو چارو وزارت د پلاوي او د کډوالو د استازو ترمنځ په دې کتنه کې په تهران کې د افغانستان سفارت مشر مولوي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.


د مطلب کود: 267695

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267695/د-هېواد-کډوالو-چارو-وزارت-پلاوي-په-ایران-کې-مېشتو-افغان-له-استازو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com