دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 267695
د هېواد د کډوالو چارو وزارت پلاوي په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو له استازو سره وکتل
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ایران کې د میشتو افغان کډوالو له استازو سره د دغه وزارت د پلاوي د کتنې خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت ګډ پلاوی په ایران کې د افغان کډوالو له استازو سره لیده کاته کوی.
 
ويل شوي چې په دې کتنه کې د ايران په سيستان بلوچستان او قم ولايتونو کې د مېشتو افغان کډوالو استازو خپلې ستونزې له دغه پلاوي سره شريکې کړې دي.
 
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه پلاوي د کډوالو له استازو سره ژمنه کړې، چې د دوی ستونزې به ژر تر ژره د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکې کړي.
 
ویل شوي، چې د کډوالو چارو وزارت د پلاوي او د کډوالو د استازو ترمنځ په دې کتنه کې په تهران کې د افغانستان سفارت مشر مولوي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
https://avapress.com/vdcao0num49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته