کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني د ايټاليا په سواحلو کي د کښتۍ د ډوبيدو د ۳۲ تنو ژوندي پاته شويو کسانو پناه ومنله

13 حمل 1402 ساعت 12:52

د ايټاليا او ملګرو ملتونو چارواکو اعلان وکړ چې جرمني د جنوبي ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې بېړۍ د ۳۲ ژوندي پاتې شويو کسانو پناه منلې ده.


آوا: نړیوالو رسنیو د ایټالوي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې جرمني د ایټالیا په سویل کې د کښتۍ د ډوبیدو د ژغورل شویو کسانو پناه منلی ده.
 
ویل شوي چې د دغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه ۲۸ یې د افغانستان دي. ۴ نور د سوریې، عراق او سومالیا اتباع دي.
 
د فبرورۍ په ۲۶مه په ايټاليا کې په يوه تر ټولو خونړۍ سمندري حادثه کې تر ۹۰ زيات مهاجر مړه شول.
 
د ايټاليا د حکومت يوه دفتر ويلي دي چي د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په ايټاليا کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو د ۳۲ تنو ژوندي پاته شويو کسانو لپاره هامبورګ ته ځانګړې الوتنه کړې ده.
 
د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه جلا ټویټ کې د دغو مهاجرو پر انتقال خوښي څرګنده کړې ده.
 
د دغه سازمان ویاند وايي چې اوس دغه کډوال کولای شي د جرمني حکومت ته د پناه غوښتنه وکړي.


د مطلب کود: 267776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267776/جرمني-د-ايټاليا-په-سواحلو-کي-کښتۍ-ډوبيدو-۳۲-تنو-ژوندي-پاته-شويو-کسانو-پناه-ومنله

آوا
  https://www.avapress.com