دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 267776
جرمني د ايټاليا په سواحلو کي د کښتۍ د ډوبيدو د ۳۲ تنو ژوندي پاته شويو کسانو پناه ومنله
د ايټاليا او ملګرو ملتونو چارواکو اعلان وکړ چې جرمني د جنوبي ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې بېړۍ د ۳۲ ژوندي پاتې شويو کسانو پناه منلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: نړیوالو رسنیو د ایټالوي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې جرمني د ایټالیا په سویل کې د کښتۍ د ډوبیدو د ژغورل شویو کسانو پناه منلی ده.
 
ویل شوي چې د دغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه ۲۸ یې د افغانستان دي. ۴ نور د سوریې، عراق او سومالیا اتباع دي.
 
د فبرورۍ په ۲۶مه په ايټاليا کې په يوه تر ټولو خونړۍ سمندري حادثه کې تر ۹۰ زيات مهاجر مړه شول.
 
د ايټاليا د حکومت يوه دفتر ويلي دي چي د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په ايټاليا کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو د ۳۲ تنو ژوندي پاته شويو کسانو لپاره هامبورګ ته ځانګړې الوتنه کړې ده.
 
د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه جلا ټویټ کې د دغو مهاجرو پر انتقال خوښي څرګنده کړې ده.
 
د دغه سازمان ویاند وايي چې اوس دغه کډوال کولای شي د جرمني حکومت ته د پناه غوښتنه وکړي.
https://avapress.com/vdca00nui49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته