کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره وکتل

13 حمل 1402 ساعت 13:03

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره په کتنه کې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د روغتیا د نړیوال سازمان له استازی سره په کتنه کې له دغه نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د روغتیایی خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاری وکړی.
 
نوموړي په دې ناسته کې دا هم وويل، چې سرپرست حکومت هڅه کوي، چې د باکيفيته روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو سره له افغانستان څخه د ناروغانو د وتلو مخه ونيسي.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د طبي بنسټونو د روڼتیا او حساب ورکونې په اړه هم خبرې وکړې.
 
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې تر ټولو مهم مرستندویه اداره ده. دغه نړیوال سازمان افغانستان ته د کرونا ویروس د کنټرول او واکسینونو په استولو کې مخکښ و.


د مطلب کود: 267779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267779/د-عامې-روغتیا-سرپرست-وزیر-نړیوال-سازمان-له-استازي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com