دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 267779
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره په کتنه کې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د روغتیا د نړیوال سازمان له استازی سره په کتنه کې له دغه نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د روغتیایی خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاری وکړی.
 
نوموړي په دې ناسته کې دا هم وويل، چې سرپرست حکومت هڅه کوي، چې د باکيفيته روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو سره له افغانستان څخه د ناروغانو د وتلو مخه ونيسي.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د طبي بنسټونو د روڼتیا او حساب ورکونې په اړه هم خبرې وکړې.
 
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې تر ټولو مهم مرستندویه اداره ده. دغه نړیوال سازمان افغانستان ته د کرونا ویروس د کنټرول او واکسینونو په استولو کې مخکښ و.
https://avapress.com/vdcd550xnyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته