کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو ګډ کمیسیون په کابل کې په کار پیل وکړ

13 حمل 1402 ساعت 14:42

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ځمکو د غصب د مخنیوي، د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو او د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي کمیټې د مشرتابه د ګډ کار د پیل اعلان وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کمیسیون کې د کرنې وزارت سرپرست عطاالله عمري، د کور جوړونې او ښار جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني او لوی څارنوال شمس الدین شریعتي، د سترې محکمې د رییس عبدالرشید او د کابل ولایت د تخنیکي بورډ رئیس او غړي شامل دي.
 
تر دې وړاندې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د غصب شويو ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسيونونه پيل شوي وو.
 
دغو کمیسیونونو د زورواکو له خوا له کلونو کلونو غصب وروسته په زرګونو جریبه ځمکه د دولت له خوا د غاصبینو له منګولو خلاصه او بیرته ترلاسه کړه.


د مطلب کود: 267793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267793/د-غصب-مخنیوي-او-شویو-ځمکو-بیرته-راګرځولو-ګډ-کمیسیون-په-کابل-کې-کار-پیل-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com