دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 267793
د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو ګډ کمیسیون په کابل کې په کار پیل وکړ
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ځمکو د غصب د مخنیوي، د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو او د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي کمیټې د مشرتابه د ګډ کار د پیل اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کمیسیون کې د کرنې وزارت سرپرست عطاالله عمري، د کور جوړونې او ښار جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني او لوی څارنوال شمس الدین شریعتي، د سترې محکمې د رییس عبدالرشید او د کابل ولایت د تخنیکي بورډ رئیس او غړي شامل دي.
 
تر دې وړاندې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د غصب شويو ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسيونونه پيل شوي وو.
 
دغو کمیسیونونو د زورواکو له خوا له کلونو کلونو غصب وروسته په زرګونو جریبه ځمکه د دولت له خوا د غاصبینو له منګولو خلاصه او بیرته ترلاسه کړه.
https://avapress.com/vdcjhae8tuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته