کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ټول هیواد کې تور شیشې او سټیکر لرونکي موټرونه منع شول

14 حمل 1402 ساعت 10:01

د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشر مولوي هبة الله اخندزاده د نوي فرمان پر بنسټ په ټول هېواد کې تور ښیښې او سټیکر لرونکي موټرونه منع شوي دي.


آوا - کابل: د دغه فرمان له مخې د دغه وزارت ټولو کارکوونکو ته د دغه فرمان د تطبیق امر شوی دی.
 
د کورنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې تورې کړکۍ او سټیکر لرونکي موټرونه د خلکو امنیت ګډوډوي او خلکو ته د خپل هویت په پېژندلو کې ستونزې جوړوي.
 
دغه وزارت زیاتوي، چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال د دغه فرمان د تطبیق په اړه جلا جلا حکم ټولو ولایتونو ته استولی دی.
 
د یادولو وړ ده چې تور شیشې او سټیکر لرونکي موټرونه د جمهوریت پرمهال په عادي ډول د سفر کولو حق درلود.
 


د مطلب کود: 267823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267823/په-ټول-هیواد-کې-تور-شیشې-او-سټیکر-لرونکي-موټرونه-منع-شول

آوا
  https://www.avapress.com