دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 267823
په ټول هیواد کې تور شیشې او سټیکر لرونکي موټرونه منع شول
د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشر مولوي هبة الله اخندزاده د نوي فرمان پر بنسټ په ټول هېواد کې تور ښیښې او سټیکر لرونکي موټرونه منع شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه فرمان له مخې د دغه وزارت ټولو کارکوونکو ته د دغه فرمان د تطبیق امر شوی دی.
 
د کورنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې تورې کړکۍ او سټیکر لرونکي موټرونه د خلکو امنیت ګډوډوي او خلکو ته د خپل هویت په پېژندلو کې ستونزې جوړوي.
 
دغه وزارت زیاتوي، چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال د دغه فرمان د تطبیق په اړه جلا جلا حکم ټولو ولایتونو ته استولی دی.
 
د یادولو وړ ده چې تور شیشې او سټیکر لرونکي موټرونه د جمهوریت پرمهال په عادي ډول د سفر کولو حق درلود.
 
https://avapress.com/vdcdx50xsyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته