کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دولتي ارګانونه د رسنیو او خبریالانو په کارونو کې د لاسوهنې حق نه لري

14 حمل 1402 ساعت 12:31

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، له اوس څخه د دغه وزارت د رسنیزو سرغړونو له کمیسیون پرته هیڅ دولتي ارګان د خبریالانو او رسنیو په چارو کې د مداخلې حق نه لري.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۱۴۰۲ کال د حمل د میاشتې په لومړۍ نیټه د دغه وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې د ټوليزو رسنيو د قانون د دويم پړاو د تعديل او تصويب، د تېر کال په نشراتي او کلتوري چارو کې پر نيمګړتياوو او په راتلونکي کال کې د دغه وزارت د فعاليتونو پر پراختيا خبرې وشوې.
 
له دې غونډې وروسته په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ارزونې په موخه یوه کمېټه وټاکل شوه.
 
په دې غونډه کې د يو شمېر ادارو ترمنځ پر هغه هوکړه ليک هم خبرې وشوې، چې له مخې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو په برخه کې د يوې واحدې مسوولې ادارې په توګه پېژندل کېږي او هېڅ بل ارګان ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د هېواد په مطبوعاتي چارو کې فعاليت وکړي.
 
همدا راز پرېکړه وشوه، چې د هېواد ټول خبریالان دې د دغه وزارت په ډیټابیس کې ثبت شي او د خبریالانو کارتونه دې ووېشل شي.
 


د مطلب کود: 267843

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267843/دولتي-ارګانونه-د-رسنیو-او-خبریالانو-په-کارونو-کې-لاسوهنې-حق-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com