دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 267843
دولتي ارګانونه د رسنیو او خبریالانو په کارونو کې د لاسوهنې حق نه لري
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، له اوس څخه د دغه وزارت د رسنیزو سرغړونو له کمیسیون پرته هیڅ دولتي ارګان د خبریالانو او رسنیو په چارو کې د مداخلې حق نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۱۴۰۲ کال د حمل د میاشتې په لومړۍ نیټه د دغه وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې د ټوليزو رسنيو د قانون د دويم پړاو د تعديل او تصويب، د تېر کال په نشراتي او کلتوري چارو کې پر نيمګړتياوو او په راتلونکي کال کې د دغه وزارت د فعاليتونو پر پراختيا خبرې وشوې.
 
له دې غونډې وروسته په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ارزونې په موخه یوه کمېټه وټاکل شوه.
 
په دې غونډه کې د يو شمېر ادارو ترمنځ پر هغه هوکړه ليک هم خبرې وشوې، چې له مخې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو په برخه کې د يوې واحدې مسوولې ادارې په توګه پېژندل کېږي او هېڅ بل ارګان ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د هېواد په مطبوعاتي چارو کې فعاليت وکړي.
 
همدا راز پرېکړه وشوه، چې د هېواد ټول خبریالان دې د دغه وزارت په ډیټابیس کې ثبت شي او د خبریالانو کارتونه دې ووېشل شي.
 
https://avapress.com/vdcfjed0mw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته