کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: په افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو لپاره له پنځه سلنې څخه کمې مالي غوښتنې تمویل شوې دي

15 حمل 1402 ساعت 9:47

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د اعلامیې له مخې، تر اوسه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د دغه نړیوال سازمان له مالي غوښتنې یوازې پنځه سلنه مرسته شوې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره د دغه سازمان له مالیې غوښتنې پنځه سلنه مرسته شوی ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پرون (دوشنبه، د سلواغې ۱۴مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په داسې حال کې چې د افغانستان کړکېچ په نړۍ کې تر ټولو لوی او جدي بشري بحران دی، خو په دغه هېواد کې بشري عملیات تر ټولو کمې مالي مرستې لري. .
 
اوچا وايي، تر ۲۰۲۳ کال پورې به په افغانستان کې بشري اړتیاوې ۲۸.۳ میلیونه کسانو ته ورسېږي.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړنۍ کچې سره مخ دي او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.
 
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 267883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267883/اوچا-په-افغانستان-کې-د-بشردوستانه-عملیاتو-لپاره-له-پنځه-سلنې-څخه-کمې-مالي-غوښتنې-تمویل-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com