دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 267883
اوچا: په افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو لپاره له پنځه سلنې څخه کمې مالي غوښتنې تمویل شوې دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د اعلامیې له مخې، تر اوسه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د دغه نړیوال سازمان له مالي غوښتنې یوازې پنځه سلنه مرسته شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره د دغه سازمان له مالیې غوښتنې پنځه سلنه مرسته شوی ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پرون (دوشنبه، د سلواغې ۱۴مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په داسې حال کې چې د افغانستان کړکېچ په نړۍ کې تر ټولو لوی او جدي بشري بحران دی، خو په دغه هېواد کې بشري عملیات تر ټولو کمې مالي مرستې لري. .
 
اوچا وايي، تر ۲۰۲۳ کال پورې به په افغانستان کې بشري اړتیاوې ۲۸.۳ میلیونه کسانو ته ورسېږي.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړنۍ کچې سره مخ دي او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.
 
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcjoae8tuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته