کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انعام الله سمنګاني د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس وټاکل شو

16 حمل 1402 ساعت 10:28

د اسلامي امارت ادارې د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه د دولت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز پخوانی رئیس انعام الله سمنګاني ټاکلی دی.


آوا: د اسلامي امارت د چارو ادارې اعلان کړی چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز پخوانی رئیس انعام الله سمنګاني د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
 
ښاغلي سمنګاني تر دې وړاندې د اسلامي امارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.
 
د چارو ادارې عمومي ریاست وايي، په دې پوست د ښاغلي سمنګاني ټاکنه د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پر اساس شوې ده.
 
تر ده وړاندې د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسووليت مولوي نوراحمد سعيد پر غاړه درلود.
 


د مطلب کود: 267957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267957/انعام-الله-سمنګاني-د-کندهار-ولایت-اطلاعاتو-او-کلتور-رئیس-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com