دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 267957
انعام الله سمنګاني د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس وټاکل شو
د اسلامي امارت ادارې د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه د دولت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز پخوانی رئیس انعام الله سمنګاني ټاکلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د چارو ادارې اعلان کړی چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز پخوانی رئیس انعام الله سمنګاني د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
 
ښاغلي سمنګاني تر دې وړاندې د اسلامي امارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.
 
د چارو ادارې عمومي ریاست وايي، په دې پوست د ښاغلي سمنګاني ټاکنه د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پر اساس شوې ده.
 
تر ده وړاندې د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسووليت مولوي نوراحمد سعيد پر غاړه درلود.
 
https://avapress.com/vdcbszb5zrhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته