کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وکتل

17 حمل 1402 ساعت 9:28

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر محمد جنید وزیر سره په کتنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې په پاکستان کې د افغان محصلینو ستونزې هوارې کړي.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر محمد جنید وزیر سره په لیدنه کې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
 
په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له پاکستان څخه د افغان محصلانو لپاره د وړیا بورسونو غوښتنه وکړه.
 
له بلې خوا په کابل کې د پاکستان سفير ډاډ ورکړ چې د افغان محصلينو د ستونزو د هواري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړيکو د لا پراختيا لپاره هڅې کوي.
 


د مطلب کود: 268013

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268013/د-لوړو-زده-کړو-وزارت-سرپرست-په-کابل-کې-پاکستان-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com