دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 268013
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وکتل
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر محمد جنید وزیر سره په کتنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې په پاکستان کې د افغان محصلینو ستونزې هوارې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر محمد جنید وزیر سره په لیدنه کې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
 
په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له پاکستان څخه د افغان محصلانو لپاره د وړیا بورسونو غوښتنه وکړه.
 
له بلې خوا په کابل کې د پاکستان سفير ډاډ ورکړ چې د افغان محصلينو د ستونزو د هواري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړيکو د لا پراختيا لپاره هڅې کوي.
 
https://avapress.com/vdcfycd0mw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته