کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د نړۍ د هېوادونو ادعاوې د دوی لپاره تبلیغات دي

17 حمل 1402 ساعت 10:53

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې له داعش پرته بله ترهګره ډله فعالیت نه لري او زیاته یې کړه چې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د نړۍ ادعاوې د دوی لپاره تبلیغات دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام ازادی راډیو ته وویل چې د ده په وینا په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو د شتون په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو کومی خبرې چې روانې دی د دې ډلو لپاره پروپاګند دی.
 
ذبیح الله مجاهد زیاته کړي: "داعش په افغانستان کې په ټیټه کچه شتون لري، خو د پخوا په پرتله خورا کمزوری او ځپل شوی، د اسلامي امارت ځواکونه لا هم په جدي توګه د هغوی پر وړاندې ولاړ دي."
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې نور ترهګرې ډلې شتون نلري او د افغانستان د خطرناکه کیدو ادعاوې حقیقت نلري.
 
ذبیح الله مجاهد دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په واشنګټن کې د ډیپلوماټ خبرپاڼه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او څو نورو ډلو شتون د ملګرو ملتونو د قوله لیکلي.
 
ډیپلوماټ لیکلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه ۵۲ سلنه زیات شوي دي.
 


د مطلب کود: 268020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268020/په-افغانستان-کې-د-ترهګرو-ډلو-شتون-اړه-نړۍ-هېوادونو-ادعاوې-دوی-لپاره-تبلیغات-دي

آوا
  https://www.avapress.com