دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 268020
په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د نړۍ د هېوادونو ادعاوې د دوی لپاره تبلیغات دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې له داعش پرته بله ترهګره ډله فعالیت نه لري او زیاته یې کړه چې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د نړۍ ادعاوې د دوی لپاره تبلیغات دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام ازادی راډیو ته وویل چې د ده په وینا په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو د شتون په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو کومی خبرې چې روانې دی د دې ډلو لپاره پروپاګند دی.
 
ذبیح الله مجاهد زیاته کړي: "داعش په افغانستان کې په ټیټه کچه شتون لري، خو د پخوا په پرتله خورا کمزوری او ځپل شوی، د اسلامي امارت ځواکونه لا هم په جدي توګه د هغوی پر وړاندې ولاړ دي."
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې نور ترهګرې ډلې شتون نلري او د افغانستان د خطرناکه کیدو ادعاوې حقیقت نلري.
 
ذبیح الله مجاهد دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په واشنګټن کې د ډیپلوماټ خبرپاڼه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او څو نورو ډلو شتون د ملګرو ملتونو د قوله لیکلي.
 
ډیپلوماټ لیکلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه ۵۲ سلنه زیات شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdxj0xzyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته