کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لومړي ځل لپاره یو افغان الاصله کس د سویس د جنیوا پارلمان ته داخل شو

17 حمل 1402 ساعت 10:59

د سویس په جینوا ایالت کې د سویس په پارلماني ټاکنو کې د یوه مسلمان او اسیايي په توګه د لومړي ځل لپاره جاوید سگ دل په دې وتوانید چې تر ټولو زیاتې رایې وګټي او د دغه ایالت پارلمان ته لاره پیدا کړي.


آوا - کابل: د جاوید سنگ دل ورور احمدشاه سنگ دل په خپل فیسبوک کې لیکلي چې دا ټاکنې د روان کال د اپریل په دویمه نیټه ترسره شوې او ښاغلی سنگ دل له هغو ۶۹۰ نوماندانو څخه یو و چې له ۱۳ سیاسي ګوندونو څخه وو، چې څلورمې ډېرې رایې ګټلې دي.
 
دا لومړی ځل دی چې یو افغان، یو مسلمان او یو اسیایی د سویس پارلمان ته داخلیږي.
 
دغه پارلمان ۱۰۰ څوکۍ لري چې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
 
د يادونې وړ ده چې د قسم اخستلو د مراسمو نېټه د ۲۰۲۳م كال د اپرېل ۲۸مه ده چې ډاكټر جاويد سنگ دل به په رسمي توګه د جنيوا ښار د پارلمان د غړي په توګه خپله دنده پيل كړي.
 


د مطلب کود: 268021

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268021/د-لومړي-ځل-لپاره-یو-افغان-الاصله-کس-سویس-جنیوا-پارلمان-ته-داخل-شو

آوا
  https://www.avapress.com