دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 268021
د لومړي ځل لپاره یو افغان الاصله کس د سویس د جنیوا پارلمان ته داخل شو
د سویس په جینوا ایالت کې د سویس په پارلماني ټاکنو کې د یوه مسلمان او اسیايي په توګه د لومړي ځل لپاره جاوید سگ دل په دې وتوانید چې تر ټولو زیاتې رایې وګټي او د دغه ایالت پارلمان ته لاره پیدا کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د جاوید سنگ دل ورور احمدشاه سنگ دل په خپل فیسبوک کې لیکلي چې دا ټاکنې د روان کال د اپریل په دویمه نیټه ترسره شوې او ښاغلی سنگ دل له هغو ۶۹۰ نوماندانو څخه یو و چې له ۱۳ سیاسي ګوندونو څخه وو، چې څلورمې ډېرې رایې ګټلې دي.
 
دا لومړی ځل دی چې یو افغان، یو مسلمان او یو اسیایی د سویس پارلمان ته داخلیږي.
 
دغه پارلمان ۱۰۰ څوکۍ لري چې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
 
د يادونې وړ ده چې د قسم اخستلو د مراسمو نېټه د ۲۰۲۳م كال د اپرېل ۲۸مه ده چې ډاكټر جاويد سنگ دل به په رسمي توګه د جنيوا ښار د پارلمان د غړي په توګه خپله دنده پيل كړي.
 
https://avapress.com/vdcewv8wzjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته