کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ایران سفارت په دغه هېواد کې د سیاحتي ویزو د ورکولو په بیه کې د ۵۰ سلنه زیاتوالی خبره رد کړه

17 حمل 1402 ساعت 11:04

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د افغانانو لپاره د سیاحتي ویزو په ورکړه کې د ۵۰ سلنه زیاتوالي په اړه څرګندونې رد کړې او هغه یې اوازې بللې دي.


آوا - کابل: یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د هېوادوالو په حواله ویلی چې د افغانانو لپاره د ایران د سیاحتی ویزو بیه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
 
پرون (چهارشنبه، حمل ۱۶) د کابل یو اوسیدونکې ویلي وو، چې له ده څخه د يوې مياشتې ويزې لپاره ١٢٠ يورو اخيستل شوي، په داسې حال کې چې پخوا د ٤٥ ورځو ويزې بيه ٨٠ يورو وه.
 
خو په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په خپله ټوېټر پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې په دغه هېواد کې د ویزو په بیه کې کوم بدلون نه دی راغلی او د پنځوس سلنه زیاتوالي په اړه اوازې بې اساسه دي.
 
په کابل کې د ایران سفارت زیاته کړه: "د پخوا په څیر، د عاجلو ویزو تعرفه (د اسنادو ترلاسه کول او د غوښتنلیک په ورځ د ویزو ورکول) د عادي ویزو د تعرفې په پرتله ۵۰٪ لوړ دي".
 


د مطلب کود: 268022

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268022/په-کابل-کې-د-ایران-سفارت-دغه-هېواد-سیاحتي-ویزو-ورکولو-بیه-۵۰-سلنه-زیاتوالی-خبره-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com