دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 268022
په کابل کې د ایران سفارت په دغه هېواد کې د سیاحتي ویزو د ورکولو په بیه کې د ۵۰ سلنه زیاتوالی خبره رد کړه
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د افغانانو لپاره د سیاحتي ویزو په ورکړه کې د ۵۰ سلنه زیاتوالي په اړه څرګندونې رد کړې او هغه یې اوازې بللې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د هېوادوالو په حواله ویلی چې د افغانانو لپاره د ایران د سیاحتی ویزو بیه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
 
پرون (چهارشنبه، حمل ۱۶) د کابل یو اوسیدونکې ویلي وو، چې له ده څخه د يوې مياشتې ويزې لپاره ١٢٠ يورو اخيستل شوي، په داسې حال کې چې پخوا د ٤٥ ورځو ويزې بيه ٨٠ يورو وه.
 
خو په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په خپله ټوېټر پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې په دغه هېواد کې د ویزو په بیه کې کوم بدلون نه دی راغلی او د پنځوس سلنه زیاتوالي په اړه اوازې بې اساسه دي.
 
په کابل کې د ایران سفارت زیاته کړه: "د پخوا په څیر، د عاجلو ویزو تعرفه (د اسنادو ترلاسه کول او د غوښتنلیک په ورځ د ویزو ورکول) د عادي ویزو د تعرفې په پرتله ۵۰٪ لوړ دي".
 
https://avapress.com/vdcf0cd00w6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته