کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سعودي او عمان پلاوي د خبرو اترو لپاره صنعا ته ځي

19 حمل 1402 ساعت 13:44

رسنۍ د یمن له ملي نجات حکومت سره د خبرو اترو لپاره صنعا ته د سعودي او عماني پلاوي د سفر په اړه خبر ورکوي.


آوا: په یمن کې د سعودي عربستان د سفیر "محمد الجابر" په مشرۍ یو سعودي پلاوی به په راتلونکو دوو ورځو کې د عماني پلاوي سره صنعا ته ولاړ شي.
 
د ایران فارس خبري اژانس د المیادین په حواله ویلي چې د سعودي او عماني پلاوي سفر د اوربند او د هغې د غځولو په اړه د خبرو اترو بشپړول دي.
 
سعودی عربستان دامریکا، متحده عربی اماراتو او یوشمیر نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن پوځی یرغل کړی او دغه هیواد یې د ځمکې ، سمندر او هوا له لارې کلابند کړی دی .
 
په عین حال کښې د یمن د ملی نجات د حکومت د سیاسی دفتر غړی«محمد البخیتی» هم د صنعا او سعودی عربستان ترمینځ موافقه تائید کړه او ویې ویل: صنعا اوس هم د سعودی عربستان اجرا ته منتظر دی.
 
البخیتي څرګنده کړه: د صنعا او سعودي عربستان ترمینځ تفاهم ټول هغه موارد شامل دي که هغه د جګړې د ختمولو او یا د تل پاتې او هراړخیزې سولې ته د رسیدو لپاره وي او دا د دواړو لورو په ګټه ده.
 
د یمن د ملي نجات د حکومت د سیاسي دفتر یوه غړي څرګنده کړه چې دغه تفاهم او حل لارې به په دوو پړاوونو کښې عملي شي چې یو له اختر مخکې او بل په بل وخت کښې.
 


د مطلب کود: 268136

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268136/د-سعودي-او-عمان-پلاوي-خبرو-اترو-لپاره-صنعا-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com