افغان غږ خبری آژانس: په یمن کې د سعودي عربستان د سفیر "محمد الجابر" په مشرۍ یو سعودي پلاوی به په راتلونکو دوو ورځو کې د عماني پلاوي سره صنعا ته ولاړ شي.
د ایران فارس خبري اژانس د المیادین په حواله ویلي چې د سعودي او عماني پلاوي سفر د اوربند او د هغې د غځولو په اړه د خبرو اترو بشپړول دي.
سعودی عربستان دامریکا، متحده عربی اماراتو او یوشمیر نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن پوځی یرغل کړی او دغه هیواد یې د ځمکې ، سمندر او هوا له لارې کلابند کړی دی .
په عین حال کښې د یمن د ملی نجات د حکومت د سیاسی دفتر غړی«محمد البخیتی» هم د صنعا او سعودی عربستان ترمینځ موافقه تائید کړه او ویې ویل: صنعا اوس هم د سعودی عربستان اجرا ته منتظر دی.
البخیتي څرګنده کړه: د صنعا او سعودي عربستان ترمینځ تفاهم ټول هغه موارد شامل دي که هغه د جګړې د ختمولو او یا د تل پاتې او هراړخیزې سولې ته د رسیدو لپاره وي او دا د دواړو لورو په ګټه ده.
د یمن د ملي نجات د حکومت د سیاسي دفتر یوه غړي څرګنده کړه چې دغه تفاهم او حل لارې به په دوو پړاوونو کښې عملي شي چې یو له اختر مخکې او بل په بل وخت کښې.