کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوې نسبتاً زورورې زلزلې کابل ولړزاوه

19 حمل 1402 ساعت 14:34

د دغې زلزلې شدت د ځمکې په داخلي څپو (ریشتر) کې ۴.۴ و او مرکز یې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار شمال ختیځ کې د ځمکې له سطحې څخه ۵۱ کیلومتره په ژوروالي کې ثبت شوی دی.


آوا - کابل: نن (شنبه، حمل ۱۹) یوې زورورې زلزلې کابل او ګاونډي ولایتونه ولړزول.
 
د زلزلې د نړیوالو معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې شدت د ځمکې د داخلي څپو (ریشتر) په کچه ۴.۴ و او مرکز یې د ځمکې له سطحې څخه ۵۱ کیلومتره ژوروالی کې ثبت شوی، چې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار شمال ختیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې دی.
 
دا زلزله چې د کابل پر وخت د سهار په شاوخوا ۱۳:۳۷ بجو وشوه، د پاکستان په شمال کې هم احساس شوې ده.
 
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
شل ورځې وړاندې په افغانستان او پاکستان کې د یوې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شول.
 


د مطلب کود: 268147

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268147/یوې-نسبتا-زورورې-زلزلې-کابل-ولړزاوه

آوا
  https://www.avapress.com